سیاست

دافغان تنکى ځوان دملګروملتو دسازمان په عمومي غونډه کې ګډون کوي .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
يو افغان تنکى ځوان د افغان تنکيو ځوانانو او ماشومانو په استازيتوب  دملګروملتو دسازمان په عمومي غونډه کې ګډون کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې، په افغانستان کې دماشومانواو تنکيو ځوانانو دژغورنې دسازمان دنمايندګۍ دفتر اعلام کړى دى چې سږ کال به دسمير په نامه يو افغان تنکى ځوان دافغانستان دتنکيو ځوانانو اوماشومانوپه استازيتوب  دملګروملتودسازمان دعمومي اسامبلې په غونده کې برخه واخلي .
دى له سلو تنو افغان تنکيو ځوانانو اوماشومانو څخه انتخاب شوى دى .
په افغانستان کې  دماشومانو او تنکيو ځوانانو دژغورنې ددفتر وياندې زبيدې  اکبر رسنيو ته ويلي دي چې افغان تنکى ځوان سمير په تيرو دوومياشتو کې دافغانستان بيلابيلو ولايتونو ته سفرونه کړي دي اوله ماشومانو او تنکيو ځوانانوسره په کتنوکې يې دهغوى دهيلو او غوښتنو په باب معلومات ترلاسه کړي دي .
ده زياته  کړه  چې سمير تيره اوونۍ دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس محمد اشرف غني  او دهيواد له لومړۍ ميرمنې رولا غني سره هم کتلي دي او له محمد اشرف غني څخه يې غوښتي دي چې دملګروملتو دسازمان په عمومي غونډه کې دې دماشومانو دحالت په باب خبروته دخپلو پروګرامونو په سرکې ځاى ورکړي .
سمير به په داسې حال کې دملګروملتو دسازمان په عمومي کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي او دافغان ماشومانو او تنکيو ځوانانو ستونزې به طرحه کړي چې افغان ماشومان دشاقه کارونو ، په واټونو دکار ، له زده کې څخه دمحروميت  او دوسله وال تاوتريخوالي په ګډون له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي او دافغانستان دولت او نړيوالو بنسټونو هم دافغان ماشومانو او تنکيو ځوانانو دحالت په باب انديښنه څرګنده کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته