امنیت

يوه نجلۍ دخپل پلار له خوا ووژل شوه .

کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
پوليس وايي يوه شپاړس کلنه نجلۍ پرون په بغلان ولايت کې دخپل پلار له خوا ووژل شوه .
ويل کيږي دغه نجلۍ يوه مياشت مخکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دبغلان په نهرين ولسوالۍ کې تښتول شوې وه اووروسته پرې جنسي تيرى شوې وه .  دنهرين ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې آمر څارنمن محمد برات باختر اژانس ته وويل چې دنجلۍ پلار نيول شوى او پوليسو دهغو کسانو دنيولو لپاره چې ددغې نجلۍ په تښتونې اوجنسي تيرى لاس پورې کړي و هلې ځلې پيل کړي دي .
داپه داسې حال کې ده چې دهغو دوو نجونو دبرخليک په باب چې دوه مياشتې مخکې دبغلان ولايت له مربوطاتوڅخه تښتول شوي و تراوسه پورې معلومات نه دى  ترلاسه شوى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته