امنیت

دالکولي مشروباتو دتوليد ديوې کارخانې دفعاليت مخه ونيول شوه

کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
دکابل دشپږمې حوزې پوليسو  ددغې حوزې په مربوطاتو کې دالکولي مشروباتو دتوليد يوه کارخانه کشف  او عامل  يې ونيوه .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو  دشپږمي حوزې آمر  دباخترآژانس خبريال ته  وويل : ددغې حوزې پوليسو  دچارقلعه  دآخندپه کلي  کې دالکولي مشروباتو دتوليد يوه کارخانه کشف کړه او  يو ټن توليد شوي الکولي مشروبات يې  ترلاسه کړل او عامل يې ونيوه .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا