نړۍ

دامريکا جمهور رئيس د اسيا_ پسفيک په حو زه کې خپل سفر پاى ته ورساوه

دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک او باما داسيا_پسفيک د حو زى هيوادو نو ته دخپل نهه ورځنې سفر له پاى ته رسولو وروسته واشنګټن ته ستنيږي

اوباما داندونيزيا په بالى ټاپو کې په خپل وروستې تم ځاى کې داسيا( اسيان ) دجنو ب ختيځې اتحاديې دغړو هيوادو نو د مشرا نو په غونډه کې له برخه والو مشرا نو سره خبري کړي دي

ده نن سهار د چين له صدراعظم وين جيا باو اوپرون د اندونيزيا له جمهور رئيس سيلو بامبانګ يود هويونو اود هند له صدراعظم منموهن سنګه سره و کتل

دامريکا جمهور رئيس د اندونيزيا له جمهور رئيس سره له کتنې وروسته وويل: هغوى د ا ندو نيزيا د اردو درو زنې په برخه کې د همکاريو زيا تو الى موافقه کړې ده اودغه را ز د ا مريکا بو ئينګ دالو تکو د جوړونې دشرکت ددوه سوه ديرشو ٧٣٧ ډوله الو تکو دپيرودنې لپاره د اندونيزيا د کورنۍ هوايي شرکت دسپارښتنې هرکلي و کړ . ددغى معا ملى ارزښت ٢٤ مليارده ډالره شودل شوى دى .

بارک او باما د اسيان د غونډې ترڅنګ دفلپين او ماليزيا له مشرا نو سره هم کتلى دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته