نړۍ

دامريکا متحده ايالاتو پا کستان ته ددوه اعشاريه څلورو ملياردو ډالرو مرستې وړانديز و کړ

واشنګټن دي نيوز باختر دسلواغى ٢٥ مــــــــــــه

د ا مريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئيس بارک او باما د ٢٠١٢ _ ٢٠١٣ ما لي کلو نو لپاره پا کستان ته ددوه اعشاريه څلورو مليارډو ډالرو ما لي مر ستې وړانديز و کړ

دا په داسي حال کې ده چې امريکا خپله درې اعشاريه اته تريليونه ډالره کلنۍ بود جه چې پر شتمنو د ماليا تو د زيا تو لو له لاري برا بريږي څرګنده کړه

ددي نيوز انترنشنل ورځپاڼې دخبر له مخې له هغه وروسته چې سپينې ماڼۍ پا کستان ته د خپلي بودجى طرحه کانګرس ته و ليږله د ا مريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې پاکستان ته له پيشنهادشوي ما لي مرستې څخه دوه اعشاريه دوه مليارډه ډالره يې دديمو کرا تيکو اومد ني مرکزو نو د پياوړتيا ، د بنسټ پالنۍ پرخلاف دجګړي ددوام اود ګډو امنيتې هڅو او دتروريزم ضد هلو ځلو د ملا تړ لپاره دى چې له دي جملى څخه اته سوه مليو نه ډالره يې د اړو دوړ ضد لپاره د وړ تيا د  پيا وړ تيا لپاره بيل کړي شوي  دى

 په ټوليزه تو ګه د ا مريکا د جمهور رئيس بارک او با ما د بودجى د طرحى اته اعشاريه دوه ملياده ډالره  له ا مريکا څخه په بهر کې ددغه هيواد د احتمالى عملياتو لپاره په پام کې نيول شوې ده چې په عراق ، افغا نستان او پا کستان کې د ملکي ماموريتو نو او پرو ګرا مو نو د غير عا دى اولنډ مهالو لګښتو نو ملا تړ و کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته