اقتصاد

دامريکا پرمختيايي اداره له هرات سره مرسته کوي .

کابل باختر دسلواي دري ويشتمه

 دامريکا دمتحده ايالاتو پرمختيايي اداره دهرات له سيمه ئيزي  اداري سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .

 دافغانستان په لويديځ  کې دامريکا متحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيايي اداري رييس دهرات له والي  ډاکتر  داودشاه صبا  سره په کتنه کې ددغه ولايت دبيلابيلو  سکتورونو دودې او پراختيا په خاطر ددغه مرکز دهمکاريو ددوام  ډاډ ورکړ

 ډاکتر صبا له ادارو او په تيره بيا دکرنې ، ښاروالۍ او عامې روغتيا سره دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي اداري دپراخ ملاتړ له امله مننه وکړه او ددغو همکاريو په دوام باندې يې ټينګار وکړ .

 په دې کتنه کې  دبادغيس والي دلبر جان ارمان ، دانصار زون  قوماندان  پاسوال سيد احمد سامع  او په هرات ولايت کې دامريکا دمتحده ايالاتو قونسل برادهنس هم حاضر و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته