امنیت

دامنيت دتامينولو او دجرمونو دمخنيوي په لاره کې دتدبيرونو نيول.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
دهرات دپوليسو مسوولينو دامنيت دتامينولو او دجرمونو دمخنيوي په خاطر د جدي تدبيرونو دنيولو خبر ورکړ .
دغه مسوولين وايي دتروريستانو دفعاليتونو او دجرمونو دمخنيوي او دخلکو د رواني امنيت دتامينولو په مقصد يې سخت تدبيرونه نيولي دي .
ددغو تدبيرونو له مخې دپوليسو ځواکونه دښار او دولسواليو په کچه دښه امنيت دتامنيولو په مقصد په دوو سپرليو سره دموټر سايکلونو دتګ راتګ مخه نيسي.
دهرات دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مدير عبدالروف احمدى وايي دغه پروګرام له دريو ورځو راپه دې خوا پيل شوى دى او ټول غزيدلي لارې او جوماتونه دکشفي او استخباراتي ارګانونو ترجدي پوښښ لاندې نيول  شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دغه اقدام دتروريستو او ډار اچوونکو افرادو دپيژندنې په خاطر تر لاس لاندې نيول شوي د ي.
امنيه قوماندانۍ له خلکو څخه غوښتنه کوي چې دامنيتي پلان د تطبيق په برخه کې دپوليسو ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته