سیاست

دانتخاباتو دترسره کولو مسئله دافغانستان داجراييه رييس او په کابل کې دبريتانيا د سفير دخبرو محور

کابل باختر دمرعومې اووه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله پرون  په کابل کې  دبريتانيا  له سفير  نيکلاس  کي سره وکتل .
  داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه  کې کابل ته دملګروملتو دسازمان  دامنيت شورا دغړو دوروستي سفر په باب  خبرې وشوې او دبريتانيا سفير  دامنيت شورا دغړو  دبريالي سفر او دافغانستان دحکومت  د ښه کوربه توب له امله  اجراييه رييس ته مبارکي وويله .
  دبريتانيا سفير  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دنوي غړي  دانتخاب له امله  مبارکي وويله  او هيله يې وکړه  چې دکميسيون دغړو بشپړيدل  دانتخاباتو دترسره کولو بهير  ګړندى کړي .
  په دې غونډه کې  پاکستان ته  دښاغلي نيکلاس  کي دوروستي سفر په تعقيب دافغانستان او پاکستان داړيکو په باب اوږدې خبرې او څيړنې وشوې .
په دې غونډه کې دغه راز دواړو لورو ليوالتيا څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه له اوسني حالت څخه  په استفادې سره دګډې همکارى او له تروريزم سره دمبارزې او دتروريستانو دپټنځيو د دړې وړې کولو په خاطر  دګډې  همکارى په لاره کې  صادقانه  او ټاکونکي  ګامونه واخلي .
  ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته