سیاست

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د افسرانو د ذاتي چارو د قانون په باب اجرائیه رئیس ته معلومات ورکړل

کابلباختر د وږي د مياشتې٢٧
د هیواد د ملي دفاع وزارت سرپرست ډګر جنرال طارق شاه بهرامي او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ‌ کي د امنیتي لېږدونې د ګډې قوماندانۍ مرستیال تورن جنرال نیل تورګوډ اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د افسرانو د ذاتي چارو د قانون په اړه معلومات وړاندې کړل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددغه قانون له مخې به د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې د هغو افسرانو د کار،‌ فعالیت او خدمت ستاینه کيږي، چي کلونه کلونه یې ځانونه د وطن لپاره وقف کړي دي.
له دې قانون سره سم به په تدریجي توګه او پرته له دې، چې ظرفیتونه ضایع شي، د هغه افسران چې زيات  عمرلرى اوزيات خدمت يې کړي دي تقاعد شي.
د تقاعد دا پروسه په قانون کي داسې ځای شوې،‌ چې هغه افسران چې تقاعدکوي له ټولو مادي او معنوي امتیازاتو څخه برخمن کيږي او د اړتیا پر مهال به په ملکي برخو کي هم ماموریتونه ورته سپارل کېږي.
دغه قانون به داسې تطبیق کيږي، چي کدرونه او ظرفیتونه پکښې استفاده شي، د هر ډول منفي تاثیراتو او تغیراتو مخه ونیول شي او په تدریجي توګه ځوانان د تجربې تر حاصلولو وروسته د متقاعدینو ځای ناستي شي.
په دې غونډه کې هغه تشویشونه او اوازې هم بې اهمیته وبلل شوې، چي د افسرانو د ذاتي امورو د قانون په اړه د کافي معلوماتو د نه شتون له خاطره راپورته شوې وې.ختم- ج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته