نړۍ

دايران جمهوررييس نن نيويارک ته سفرکوي

نيويارک نړيوالي خبري منابع باخترد تلې دمياشتې ١ :
دايران جمهورييس حسن روحاني نن  دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې  په کلنۍ غونډه کې دګډون په مقصد نيويارک ته روانيزي .
ټاکل شوې ده حسن روحاني په سيمه  ييز وخت دسه شنبې دورځې په مازيګر دملګروملتو دسازمان په عمومي ټولنه کې وينا وکړي.
حسن روحاني تيره اوونۍ  د ان   بي  سي   له خبري  شبکې سره  دمرکې په بهير کې  په نيويارک کې دامريکا له جمهوررييس بارک اوباماسره  داحتمالي کتنې اوخبرو اترو په باب وويل :   له اوباماسره کتنه  دده دسفر دکار په لارښود کې نه دى . خو زياته يې کړه  دسياست په نړۍ کې  هرڅه امکان لري .
اوباما به  د عمومي ټولنې دسه شنبې دورځې  په غونډه کې وينا وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته