امنیت

دتوپان شاهرا په عملياتو کې ١٠ تنه ووژل شول

  کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
دتوپان شاهرا په نامه دافغان ځواکونو په هغو ګډو عملياتو  کې چې دکونړ ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول ، لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول  او دوه تنه نور ټپيان شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن شرين آقا  فقيري دباخترآژانس خبريال ته وويل :   دتوپان شاهرا په هغو ګډو عملياتو کې چې په دې وروستيو وختو کې  د اسمار ، ناړې ، غازي آباد  او کونړ ولايت دنورو  ناامنو ساحو په عمومي لارو کې ترسره شول  ددولت ١٠ تنه وسله وال  مخالفين  ووژل شول  او   ٢تنه نور يې ټپيان شول.
فقيري زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې  دافغان امنيتي ځواکونو يو تن منسوب شهيد او  ٢ تنه نور برسيرن ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته