نړۍ

دايران دکورنيو چارووزير روسيې ته ورسيد

دايران دکورنيو چارو وزير مصطفي  محمد نجار له روسي  مقاماتو سره دکتنې او خبرو لپاره نن ددغه هيواد پايتخت  روسيې ته ورسيد .

 ددغه خبر له مخې  ټاکل شوې ده دايران دکورنيو چارو وزير په دغه  درې ورځني سفر کې دروسيې دنشه يي توکو دکنترول دسازمان له رييس  ويکتور ايوانف سره وګوري او له ده سره له نشه يي توکو سره په مبارزه کې ددوه اړخيزو همکاريو د لارو چارو په باب خبرې وکړي .

 دروسيې  دکورنيو چارو له وزير  رشيد نوقلي يف سره کتنه مسکو ته  دمحمد نجار دسفر يو بل پروګرام دى ، دى به له خپل  روسي سيال سره په کتنه کې   ددواړو هيوادونو دعلاقي وړ مسئلو په باب هم خبرې وکړي .

 په نشه يي توکو د روږدو کسانو ددرملنې ديو ځانګري  مرکز کتنه او له نشه يي توکو سره دمبارزې  دمرکز کتنه مسکو ته دايران دکورنيو چارو دوزير دسفر يوبل پروګرام دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته