نړۍ

دايټاليا صدراعظم استعفاو کړه

دايټاليا صدراعظم سيليو يوبرلو سکو نى استعفا و کړه

د باختر اطلاعا تي ا ژانس د نړيوالو خبري منا بعو له خو لې خبر را کړ

د ايټاليا جمهور رئيس ناپولتيا نو دصدراعظم استعفا منلى ده او ښايې داروپا په اتحاديه کې ددغه هيواد پخوا نى استا زى ماريو مونتى دصدراعظم اود حکومت د جوړولو د مسئول په تو ګه وټا کى

برلوسکونى رسنيو ته وويل له اوولسو کلو نو سياسي فعاليت وروسته به د تل لپاره له سياست سره مخه ښه و کړى

ده ژمنه کړې وه چې دپارلمان له خوا د اقتصادي پرو ګرام د نوى طرحى له تصويب وروسته به له خپل مقام څخه استعفا و کړې

دسنا مجلس دجمعى په ورځ اود استا زو مجلس دشنبې د ورځې په فوق العاده غونډه کې دغه پروګرام تصويب کړ او دارو پا اتحاد يې ددغه اقتصادي پروګرام ملا تړ کړي دي

دايټاليا دپارلمان له خوا د اقتصادى پروګرام تصويب دارو پا او امريکا په بازارونو کې داسعارو د بيې د لوړ والى سبب شو .

ددغې اقتصادى پرو ګرام له مخې به نهه پنځوس مليارده او اته سوه مليو نه يورو سپما شى چې حکومت کولاى شي خپل پورو نه ور کړي

دغه سپما ددولتي لګښتو نو د کمښت د ماليا تو د لوړولو اود تقاعد دعمر د زيا تو الى ، ددولتي شتمنيو دپلورني اودسون د تو کو د بيو دلوړيدو زيږنده دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته