اقتصاد

دبدخشان ولايت دشورابک د بريښنا د بند د پروژې کار په را تلونکو شپږو مياشتو کې پيليږي

ټاکل شوې ده د بدخشان ولايت د فيض اباد ښار د اوبو بريښنا بند د جوړ ولو کار په را تلونکو شپږو مياشتو کې د المان له خوا پيل شي

دباختر د اطلاعا تي اژانس دخبريال د خبر له مخې : ددغه بند د طرحى اوډيزاين کار څلور مياشتې مخکې د المان له خوا پيل شوي و خو په دې ور وستيو وختو کې اوازى خپري شوې چې ګنې کار يې وځنډيده او بودجه يي کوم بل ولايت ته ليږدول شوې ده

په دې ترڅ کې دفيض اباد ښار خلکو په خپلو اعتراضونو کې دقضيې دروشانو لو غوشتنه کړې ده

له دى امله پرون د المان د پرمختيا يي بانک استازى اودانرژي او اوبو وزارت استازى همايون کوهستانى دفيض ا باد ښار خلکو ته ډاډ ورکړ چې دشورابک د بريشنا د بند دپروژې کار نه يواځې ځنډيدلي دي بلکې په بودجې کې يي زيا تو الې راغلي او په را تلو نکو شپږو مياشتو کې يې عملي کار پيليږي

د المان دپرمختيا يي بانک استا زى ويلي دي : ددغې پروژې د ځنډيدو سبب په سيمه کې د تجر به کاري کمينې نشتوالې دي

ده زياته کړې ده : يوه اذربايجانى کمپنۍ چې حاضره شوې وه ددې پروژې کار پيل کړي ، له څيړنى وروسته څرګنده شوه چې داکمپنۍ نه فني انجنيري لري او نه مسلکي او نه هم د اذر بايجان په بانکونو کې پولي ضمانت .

له دى امله ددې پروژى کار وځنډيد او ددويم ځل لپاره داو طلبي ته وړاندې شوه چې کومه بله کمپنۍ په ښو شرايطو سره و کولاى شي دغه پروژه جوړه کړي.

اوس دشپږ سوه کيلو واټو اوڅلور سوه ا تيا کيلو واټو ډيزل جنراتورونو سره دفيض ا باد ښار بريښنا تامينيږي چې يو کيلو واټ بريښنا په ٤٥ افغاني دي او ددغه ښار او سيدونکو ته ستره ستونزه ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته