سیاست

دبريتانيا حکومت په سلو کې پنځوس خپلي مرستي په مستقيمه توګه دافغانستان دولت په واک کې ورکوي

دجمهوري رياست لومړۍ مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په کابل کې د بريتانيا دشاهي دولت له سفير سره په کتنه کې ددوديزي لويې جرګي دغړو تصميم نيونه دهيواد دملي ګټو په ساتنه کې دافغانستان دخلکو ديو موتې والي نښه نښانه وبلله .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې دجمهوري رياست لومړۍ مرستيال په دې کتنه کې دغه راز تينګار وکړ چې په پرمختيا او پراختيا دلاسبري لپاره زموږ دهيواد پر روا غوښتنو ته دجرګي همغږي او پاملرنه دنړۍ دحالاتو او خپل هيواد دبرخليک په باب دافغانانو دپوهاوي دکچي دلوړوالي ښکارندوي دي
دجمهوري رياست لومړۍ مرستيال زياته کړه چې زموږ هيواد په اوسنيو شرايطو کې دنړۍ له نورو سترو هيوادونو سره هم دستراتيژيکو مشارکتونو لرلو ته اړتيا لري .

دبريتانيا سفير هم په خپل وار له دي امله چې دافغانستان دوديزي جرګي وکولاي شول په برياليتوب سره مسئلي وڅيړي او له امريکا سره ستراتيژيک موافقي ته درسيدو او له مخالفينو سره دروغي جوړي لاري په ګوټه کړي . خوښي څرګنده کړه اووي ويل چې هيواد يي له افغانستان سره ددغه شان موافقه ليکونو دلاسليک کولو طرحه ترلاس لاندي لري

ده زياته کړه چې بريتانيا دافغانستان له خلکو او حکومت سره په خپلو ژمنو ولاړه ده .

ده دافغانستان دبياجوړولو او پراختيا په مقصد دافغانستان دولت ته په مستقيمه توګه دخپل هيواد دپه سلوکي دپنځوسو مرستو دورکړي خبر ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته