سیاست

دبريتانيا لوى درستيز: دافغانستان دجګړي دبرياليتوب تثبيت زيات وخت ته اړتيالري

 دبريتانيا داردو لوي درستيز وايي چې هيوادبه يې په پاى کې په  افغانستان کې  خپل رول په ښه توګه ولوبوي  خو څو نورو کلونو ته اړتياده  چې په دې جګړه کې برياليتوب تثبيت شي .

 دازادي راديو له خولې دباختر داطﻻعاتي اژانس دخبرله مخې : جنرال ديويد ريچارد په يوه مرکه کې اعتراف وکړ  چې  دافغانستان په جګړه کې تکتيکي تيروتنې شوي دي خوله دغې جګړي څخه زياتي هيلي لري اوتاريخ به ددغې جګړي برياليتوب مثبت قضاوت کړي .

دبريتانيا داردو لوى درستيز وويل چې دافغانستان په جګړه کې برياليتوب به نن  نه بلکې په  ٢٠٢٠ ميلادي کال کې څرگندشي  .

ده دغه راز څرگند ه کړه موږ هيله لرو چې لس کاله وروسته به ووايو  چې  دغي جګړي ته اړتيا وه . اوپه سرلوړي سره مو دغه  جګړه پاى ته و رسوله .

ده زياته کړه  اعتراف کوي چې تکېتيکي تيروتنې شوي دي  خو دايې هم څرگنده کړه چې  په تيرو لسو کلونو کې هيڅ  داسې تروريستي بريد چې له افغانستان څخه يي سرچېنه اخيستي وي له دغه هيواد څخه په بهرکې نه دي شوي .

ده زياته کړه چې دعراق جګړي  دافغانستان له جګړي  څخه پاملرنه کمه کړه

خوپه ٢٠٠٩ کال کې  په افغانستان کې دقواو دزياتوالې په باب دامريکا دجمهوررييس په پاليسي سره دغه تيروتنه  بياتصحيح شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته