امنیت

دبرېښنا د استنې د وجاړولو عاملین ونیول شول

کابل د ثور ۱۶ باختر
د کورنیو چاور وزارت سرچینه وایي چې د برېښنا استنې ویجاړولو په اوړند یوه شپږکسیزه ډله نیولې ده .
د باختراژآنس د خبریال د خبرله مخې ، د تېرو لسو ورځوپه بهیرکې په کابل کې او کابل ته څېرمه د برېښنا استنې د ویجاړولو درې پېښې را منځته شوې دي .
تېره شپه د چاریکارو په ګل غوندي ساحه کې د برېښنا دوه استنې د ښخ کړی شوي ماین په چاودنه کې ویجاړې شوې او دوه ورځې مخکې د کابل چمتلې سب استیشن ته څېرمه په یو امن ساحه کې د برېښنا یوه استنه ویجاړه شوه او یوه اوونۍ مخکې د برېښنا یوه بله استنه د کابل په میربچه کوت ساحه کې د ښخ کړی شوي ماین په چاودنه کې ویجاړشوې وه .
د کورنیو چارو وزارت ویاندې مروې امیني باخترآژانس ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د ملي امنیت په همکاری د کابل د میربچه کوت ولسوالۍ کې د برېښنا استنې د په چولوکې یوه شپږکسیزه ډله نیولې ده .
له هغوي څخه دوه کلاشینکوفونه ، یو آرپي جي توغندى او یوکرولا موټرترلاسه شوي دي ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته