ټولنه

دبغلان والي له خبريالانو او دمدني ټولنې له غړو سره وکتل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
د بغلان والي  پرون  له خبريالانو  او دمدني ټولنې له غړو سره  دکتنې په ترڅ کې   درسنيو فعاليتونه وستايل او په دغه ولايت کې يې دامنيت دتامينولو  اوپرمختيايي پروژو په پراختيا باندې ټينګار وکړ.
دبغلان دوالي وياند دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ عبدالستار بارز  دپارلمان له  غړو او دهېواد له امنيتي مسوولينو سره په کتنو کې  په بغلان کې  دموجودو ستونزو په باب وويل چې  دعملياتوپه ترسره کولو او دوسله والو مخالفينوپه ځپلو سره ډاډمن امنيت تامينيږي.
بارز زياته کړه  چې دوه پوځي قرارګاوې دمرکزي بغلان  په ولسوالۍ کې پاتې  کيږي او امنيتي ځواکونه به دمخالفينودځپلو لپاره عمليات پيل کړي.
په همدې حال کې  دبغلان والي   په بغلان کې  ددولت دفعاليتونو  دمنعکس کولو په لاره کې  درسنيو همکاري قناعت بخښوونکي وبلله او دښيې  حکومتوالۍ دپرمختګ په لاره  کې يې  درسنيو اودمدني ټولنې دهمکاريو په دوام ټينګار وکړ.

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا