ټولنه

دبغلان ښځو خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل

 پلخمري باختر دوري دمياشتې ٩ نيټه :
د بغلان ولايت  ددوشي او خنجانو ولسواليو  سوداګرو  ښځو پرون  خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل.
د بغلان د سوداګرو ښځو دټولنې مسوولې  وحيدې د  باخترآژانس خبريال  ته وويل؛  ددوشي او خنجان ولسواليو د ښځو دغه  لاسي صنايع کې  اوبدل ، ګنډل، مرى ګنډل ، خياطۍ او نور لاسي محصولات  پکې شامل دي دسوداګرو ښځو له خوا اودسوداګرو ښځو دټولنې  اودغه راز دښځو درياست په همکارۍ دپلخمري ښار په بي بي صبري بڼ کې  نندارې ته وړاندې شول.
وحيدې ددغه نندارتون دجوړولو هدف دښځو  لاسي صنايعو ته بازارموندنه ، دلاسي صنايعو پراختيا ، د ښځو په خپلو پښو دريدل او له بلې خوا دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي له منځه وړل وبلل.
يوې  سوداګرې  ميرمن  نوربيګم  وويل ؛ د نن ښځې يې له يوې لسيزې مخکې ښځو نه  قوي او په  ځان بسيا وبللې  او ويې ويل ؛  مناسبه بازارموندنه او دکورنيو د اقتصاد ښه  کيدل د ښځو په  وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې مثبته  اغيزه لري.
په بغلان  ولايت  کې  يوه  فعاله ميرمن  شکريه  اصيل   وايي   په   بغلان  کې دښحودلاسي صنايعو لپاره  د پلورنې  دبازارونو  جوړول  د بغلان  دسوداګرو ښځو دستونزو د حل يوازينې  لاره  وبلله.
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته