ورزش

دبلخ دفوټبال ټيم ماتې وخوړه

دجوزجان دفوټبال  ټيم دشمال زون دفوټبال  دسياليو ګټوونکى شو .

 دهيواد دفوټبال  فدراسيون  درسنيو  مسوول احمد شاه ساير دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه سيالۍ پرون مازيګر دمزارشريف  په ښار کې ترسره شوه چې له امله يي دجوزجان ټيم وکولاي شول دصفر په مقابل کې  په يوې سره دبلخ ټيم ته ماتې ورکړي او ددغو سياليو ګټونکى  شي .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  تراوسه پورې دمرکز له زون څخه دپنجشير  ټيم له شمال ختيځ زون څخه دبدخشان ټيم او له شمال زون څخه دجوزجان  ټيم بريالي شوي دي  ټولو زونونو سياليو ته يې لاره پيداکړي ده .

  ساير زياته کړه  ټاکل شوې  ده ډير ژر دلويديځ زون  سيالۍ د هرات ، فراه ، غور اوبادغيس  دټيمونو په ګډون په هرات ولايت کې پيل شي 

 ديوبل خبر له مخې دکابل ښار  د فوټبال دالف ګروپ  سياليو پرون مازيګر په يوې  لوبي سره دوام وکړ .

 دهيواد دفوټبال فدراسيون درسنيو مسوول دڅرګندونو له مخې په دې لوبه کې  دحبيبيانا  ټيم ددوو په مقابل کې په دريو سره دمشعل ټيم ته ماتې ورکړه .

 دغه سيالۍ ديوولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي او ټاکل شوې ده نن دکابل دځوانانو او دديانت تيمونه لوبه وکړې .

 دخبرځاى د څرګندونو له مخې تراوسه پور ې دکابل دځوانانو ټيم ددرويشتو امتيازونو په لرلو سره په لومړۍ  ليکه کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته