اقتصاد

دبلخ ولايت په څلور ولسواليو کې دڅښاک اوبه، دبرابرولو پروژه .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
دبلخ ولايت د کليو دبيا جوړولو او پرمختيا رياست ددغه ولايت څلورو ولسواليو ته دڅښاک روغتيايي او به برابرې کړې دي .
دغې ادارې دشولګرې ،چمتال ،کشنده او چارکنت ولسواليو اوسيدونکو ته داسانتياو او دڅښاک اوبو دبرابرولو په مقصد د دريو مياشتو لپاره اووه ويشت ټانکرونه برابر کړي دي
دبلخ ولايت دکلي دبياجوړولو او پرمختيا رييس عبدالباسط عيني باختر – آژانس ته خبر ورکړ : په تيرو ديارلسو کلونو کې دبلخ ولايت په څوارلسو ولسواليو کې پنځه زره ټولګټې پروژې جوړې شوې او دکليو بياجوړولو پرمختيا وزارت هڅه او هاند کوي چې خلکوته زيات او ښه خدمتونه ترسره کړي .
دشولګرې  ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي شيرمحمد دکليو دبياجوړولو او پرمختيا رياست دغه ښه اقدام وستايه زياته يې کړه : که چيرې او به خلکو ته ونه رسيږي ددغو خلکو او په تيره بيا د کوچيانو دوژل کيدو امکان شته .
ويل کيږي : دغه پروژه دکليو دبياجوړولو او پرمختيا وزارت دبيړنيو حالاتو له لګښتي بودجې څخه دلسو مليونو افغانيو په لګښت رامنځته شوى چې په څلورو ولسواليو کې يې څلويښت کلي تر پوښښ لاندې راوستي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته