نړۍ

دبن په دويم کنفرانس کې له گډون څخه دپاکستان دډډي کولو له امله دهيلري کلنتن دخواشيني څرګندول

دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن دالمان دبن په ښارکې دافغانستان په باب دبن په دويم کنفرانس کې دپاکستان دبايکات له اعلام وروسته خپله خواشيني څرگنده کړه او په دې باب يې دڅيړنې غوښتنه وکړه.

دى چې په جنوبي کوريا کې په يو کنفرانس کې خبري کولي يوځل بيا تکرار کړه چې دپاکستاني عسکرو وژل   کېدل يوه تراژيدي پيښه وه او  ويي ويل چې امريکا په دې باب څيړنه کوي.

 کلنتن خبريالانو ته وويل  دبن په دويم کنفرانس کې دپاکستان دنه گډون په اړوند ددغه هيواد  دتصميم له امله خواشيني  څرگندوي  ځکه دغه کنفرانس زياته موده مخکې پلان شوي و .

دي  زياته کړه  پاکستان  دامريکا په شان په افغانستان کې دامنيت ، ثبات  دتامينولو  اوددموکراسي دزياتوالې غوښتنه کوي.

 په پاکستاني عسکرو دناتو هوايي بريد چې له امله يې څلورويشت تنه پاکستاني عسکر ووژل شول حالات گډوډ اوداسلام اباد  اولويديځ ترمنځ دتاوتريخوالې سبب شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته