سیاست

دبهرنيو چارو وزير دناپيلتوب دغورځنګ دمشرانو په غونډه کې ګډون وکړ

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٢٨  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني پرون
سهار د وينزويلا د بوليواري جمهوريت په مارګاريتا ټاپو کې د ناپيلتوب
دغورځنګ دغړو هېوادونو دمشرانو په اوولسمه غونډه کې ګډون وکړ.
دبهرنيو چارو وزارت  دعامه اطلاعاتو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
دبهرنيو چارو وزير  دافغانستان داسلامي  جمهوريت په استازيتوب په دې غونډه کې دګډون په موخه دوه ورځې مخکې دغه هېواد ته سفر وکړ.
دناپيلتوب دغورځنګ دغړو هېوادونو دمشرانو اوولسمې غونډې پرون سهار په کار پيل وکړ او دوره يې مشرتوب يې دايران داسلامي جمهوريت دجمهور رئيس   ډاکتر حسن روحاني له  خوا دوينزويلا د بوليواري جمهويت جمهور رئيس نيکولاس  مدورو ته وسپارل شو.
ټاکل شوې ده  صلاح الدين رباني په دې غونډه کې وينا وکړي اوترڅنګ يې ديوشمير دوستو هېوادونو دبهرنيو چارو له وزيرانو سره ليده کاته او خبرې اترې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته