امنیت

شپاړس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابلباختردجوزا١٨
دامنيتي ځواکونو دهغو چاڼيزو  عملياتو په بهير کې چې د هيواد په څو ولايتو نو کې ترسره شول شپاړس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت  د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: چې دغه عمليات دلوګر، ميدان وردګو،قند هار، نورستان اود کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له ا مله يې ديرش تنه نورياغيان ټپيان اوڅلور تنه نور ونيول شول.
دغه راز په دغوعملياتو کې شل کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي او په چاوديدونکو توکو باريو موټر  د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په دې اړوند زياتې څرګندونې نه دي شوي خو پخوا امنيتي مقاماتو د ميدان وردګو او لوګر په ولايتونو کې دڅو مليتي طالبانو دشتون خبر ې کړي دي .
يو امنيتي مقام ويلي دي چې همدا اوس په ميدان وردګو کې د امنيتي ځواکو نو چاڼيز عمليات دوام لري چې له امله يې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله او ښتې ده
په همدې حال کې پوليسو د هلمند ولايت  د موسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه ښخ کړي شوي ماينونه ترلاسه کړل .
دغه ماينونه چې زيات تخريبي قدرت لري د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړي شوي وو چې په کشفولو سره يې ددوو ترو رستي پيښو مخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته