سیاست

دبګرام دجيل عمومي حالت وڅيړل شو

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

دبګرام دجيل عمومي حالت  نن ديو هيئت له خوا وڅيړل شو

دباختر اطلاعاتي اژانس دخبرله مخې داحتياط په  چارو کې دملي دفاع  وزارت دمرستيال  ډگرجنرال عزيزالدين په مشرۍ  دکورنيو چارو اودعدليې  دوزارتونو  ، سترې محکمې، لوى څارنوالۍ ،دملي امنيت دلوي رياست او له اداري فسادسره دمبارزي  دعالي اداري    واکمن استازي د جمهوري رياست له لارښوونې سره سم دبګرام جيل دعمومي حالت دڅيړنې لپاره موظف شول .

دغه هيئت  دملي اردو دبنديانودمحافظت  دلوادظرفيت ، لوژستيکي او تخنيکي چارو ، دمسووليت دليږ دونې او له بنديانوسره دچلند دڅرنګوالې په گډون  بيلابيلې برخې وڅيړلي .

هيئت  له راستنيدو وروسته  خپل رپوټ  دجيل دمسووليت دليږدونې  کميسيون ته وړاندې کړ او څرگنده يې کړه  چې موضوع زياتو څيړنو  ته اړتيالري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته