ښوونه او روزنه

دتخارپوهنتون دانجينري دپوهنځي نوى ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختردثور دمياشتي٢٢ نيټه :

دتخار پوهنتون دانجينري دپوهنځي نوى  ودانۍ پرون پرانستل شوه.

ددغه پوهنتون يوتن چارواکي دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه ودانۍ دنهه سوه اويامربع متره ځمکي په ساحه کې دآلمان په مرسته دپنځه سوه پنځه ديرش زره يوروپه لګښت په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده چې شپاړلس درسي خونې اونور ضروري ملحقات لري .

په دغه پوهنځي کې همدا اوس دنجونو اوهلکانو په ګډون په دوو وختونو کې محصلان په زده کړه بوخت دي.

ديوبل خبرله مخې دتخارولايت دمحکمودرياست نوى ودانۍ پرون  دتخاردوالي عبدالجبارتقوا له خوا پرانستل شوه .

 دتالقانوله ښارڅخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  دغه ودانۍ داته سوه پنځوس مربع متره ځمکي په ساحه کې دالمان په مرسته  دڅلورسوه پنځوس زره يورو په لګښت جوړه شوې ده چې  دوه ويشت خونې ، دکنفرانس يو سالون او  نور ضروري ملحقات لري .

ددغي ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې ددغه ولايت يوشمير چارواکو ګډون کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته