امنیت

دتندرقول اردوځواکونو په ګډوعملیاتو کې (۱۴) تنوترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

 کابل باختردمرغومي ٢٨ نيټه :
د ۲۰۳ تندر قول  اردو ځواکــــونو د غزني ولایت مرکــــز د سلطان باغ کمپ په سیمه کې له وسله والو ترهګـــرو سره په نښتو کې (۴)تنه وسله وال مخالفین ووژل او (۶) تنه نور يې ټپيان کړل.
دغه راز امنیتي ځواکونو د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي درې په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په بهير کې (۲) تنه وسله وال مخالفین  ووژل  او  (۱۵) تنه نور يې ژوندي ونيول.
دغه راز دپکتیا ولایت دسیدکرم ولسوالۍ د علمګې دښتې په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترهګرو ترمنځ  جګړه رامنځته شوه چې له امله يې یو تن وسله وال مخالف ووژل شو او یو تن بل يې ټپي شو.
د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو له خوا د خوست ولایت د صبریو، یعقوبیو، او نادرشاه کوټ ولسوالیو په مربوطاتو کې (۹)ماینونه کشف او شنډ کړاى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته