سیاست

تبصره

کابلباختر دچنګاښ ٢٠ مـــــــــــــه

طالبان له څه مودي را په ديخوا د هيواد په ځينو سيمو کې له ولسي پاڅو نو نو سره مخامخ شوي دي او دغه پاڅو نو نه دپراختيا په حال کې دي

دباختر اژانس مبصر ليکى

طالبان په يوډول نه يوډول هلې ځلې کوي چې افغا نان په ٢١ پيړى کې چې دعلم اوپو هى دپرمختګ او لوړتيا وخت دى ، ان دليک لوست له نعمت څخه بي برخى وسا تې دغه حرکت څه ډول توجيه کولاى شو ؟ کوم قرآ ني آيت اونبوى (ص) حديث شته چې امرپکى شوى وى چې ښوونځې دې وسوځول شي او له تحصيل څخه دې د آدم دبچيا نو مخه ونيول شي.

له شک پرته چې طالبانو ته بهرنې لارښوونه اوفرمايش ورکول کيږي چې افغا نستان دغه راز يو بيرته پا تې او محتاج هيواد پاتي شي دهغو سيمو پر اوسيدونکو ددغې ډلې ظلم او ستم چې طالبان په يوډول نه يو ډول پکى شتون لري ، تر دې اندا زې دي چې نوره يې زغم پاى ته رسيد لى او اوس دغه ډله له ولسې پاڅو نو نو سره مخامخه شوې ده

دطالبانو پروړا ندې د خلکو دغوسي لو مړۍ پارونه د غزني په اندړو کې پيل شوه ، هغه ځاى کې چې طالبانو دښوونځې يو شمير زده کوونکي ووژل ، زده کوونکي يې له بيلا بيلو لارو و ګوا ښل او ان يو شمير ښځې يې ووژلې اود  نجو نو زده کړه يې منع اعلام کړه .

د نارينه و په در ملنه اودروغتيا يې خد متونو په وړا ندې کولو کې نه يواځې دښځو بلکي د نا رينه و لپاره يې بنديزونه ولګول او په لسګو نو نورکارونه او ظلمو نه يې و کړل

داندړو خلکو د طالبانو ددغه شان ظلمونو او پردى پا لنۍ په ليدلو او په هغوکې د بهرنيو اتباعو په شتون سره ، په کار لاس پورې کړ اود ولولو په يو ډک حر کت سره يي طالبان ددغې ولسوالۍ له ځينو سيمو څخه په شا وتمبول، ښوونځې يي پرانيستل او نجونو اوهلکانو ته يي په خو ندې تو ګه دتحصيل زمينه برا بره کړه . په اندړوکې و ګړنيز ځوا کو نه چې کليوال ځوانان پکې دي ، اوس دتښتيدلو طالبانو په تعقيب او پيدا کولو بوخت دي

هغه څه چې په اندړوکې را منځته شول ، په فاريا ب کې د المار او قيصار ځوا نا نو ته يوه سو ژه شوه .ددغو ولسواليو ځوا نان هم دطالبانو له پو هنې سره ددښمنې او پردى پالنۍ پرخلاف ودريدل اوډير ژر يې ددې ډلې څو تنه قوماندا نان ووژل او يا يې هغوي وشړل

هغه څه چې په اندړو ، المار او قيصار کې تير شول ددې سبب شول چې طالبان په نورستان کې هم دخلکو له پاڅون سره مخامخ شول، هغوى له سلګونو پا کستا ني ملاتړو سره را غلي وو چې په کامديش کې ځان ته د وا کمنۍ لاره پرا نيزې ، خو نورستاني ځوانان دخپلو امنيتي مرکزو نو دمبارزو ځوا نا نو ترڅنګ ودريدل او طالبانو په انسا ني اوحربي ضايعا تو سره هغه ځاى ته خپله لاره ونيوله چې ورڅخه صادر شوي و دطالبانو ستو نزه يواځې د نورستان له خلکو سره نه ده ، په وروستيو مواردو کې دپکتيا په ميرزکه کې د زړورو ځوا نا نو وګړ نيز پاځون پري نه ښودل چې طالبان د هغوى پر ولسوالۍ بريد و کړې هغوي وسلې تر لاسه کړې او پر دى يرغلګريې وشړل په دې ډول په ميرزکه کې د پرديو له خوا د ورا نې او قتلو نو مخه ونيول شوه

هغه څه چې په اندړو ، المار ، قيصار اوکامديش او په پاى کې په ميرزکه او بيا هم په نورو ځايو نو کې را منځته شول اويا را منځته کيدل ددې څرګندوي دي چې افغا نان دا توان او قدرت لري چې دظلم او تحجر په وړا ندې مقاومت وکړې اود خپلو ملي ديني او فرهنګي ارزښتونو چې په دود اودا عيې ور ته بدل شوي ، دفاع وکړې خلک په دغه شان له ولولو ډک حرکت سره غوا ړى دغه پيغام هغو افراطيو نو او دسيسه کوونکو ته چې په لټه کې دي په يوډول نه يوډول زموږ د خلکو په برخليک لوبي وکړې ، ورسوي چې د خلکو دزغم کاسه ډکيږي اونور دپو هنې دښمنان او پردى پال نه شي کولاي دخلکو دغو سي په مقا بل کې مقاومت و کړې اوس خبره دې ځاى ته رسيد لې ده هغه افغان طالبان هغه کسان چې څه نا څه په  خپل هيواديي زړه سوځې بايد خپله لاره له هغو کسا نو سره چې دافغا نانو د هيواد دبر بادي لپاره هلې ځلې کوي ، جلا کړې او له خپلو خلکو سره يوځاى دخپل هيواد د ابادي او سو کالۍ لپاره ګام واخلي چې د خلکو دقهر له اور څخه ځان وژغوري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته