خبرونهاقتصادټولنه

دتېر کال په پرتله په کندز کې د بادرنګو حاصلات شل سلنه زیات شوي

کابل، د ثور ۳۰ مه، باختر
د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي امان الله حسن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د بادرنګو حاصلات شل سلنه زيات شوي دي.
د هغه په ​​وينا، سږ کال په کندز ولايت کې پر ٥٥ هکتاره ځمکه بادرنګ کرل شوي، چې له دې جملې څخه هر هکتار ٨ ټنه حاصل ورکړی او په ټوليز ډول په کندز کې ٤٤٠ ټنه د بادرنګو حاصل ترلاسه شوى دى.
د کندز د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د بادرنګو حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لامل له کروندګرو سره تخنیکي همکاري، مناسبه هوا او د با کیفیته تخمونو وېش وباله.
د یادولو وړ ده چې په کندز ولايت کې د وړو او لويو شنو خونو شمېر ١٨٤ ته رسېږي چې په کې بادرنګ کرل کېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته