سیاست

دجرمني ددفاع پخواني وزير : دجرمني امنيت دهندوکش دغرونو په امنيت پوري اړه لري

دافغانستان او جرمني دمدني ټولنو دفعالينو غونډه  په المان کې  جوړه شوه.

 دافغاني مدني ټولنې دفعالينو هيئت چې په ترکيب کې يې اتلس تنه نارينه  او شپاړلس تنه ښځې شته او دبن په کنفرانس کې دگډون په مقصد المان ته تللي دي ددغه هيواد له فعالينوسره يې يوه ګډه غونډه  جوړه کړه.

په دې غونډه کې باري سلام دافغانستان دمدني ټولنې دفعالينو په استازيتوب خبري وکړي اوپه بيلابيلو برخو کې يې له افغانستان سره دجرمني دمرستو له امله  دمنني دڅرگندولو په ترڅ کې وويل چې افغانستان په وروستيو لسو کلونو کې دنړيوالې ټولنې په مرسته او همکاري ستر برياليتوبونه  ترلاسه کړي دي  په تيره بيا په فرهنګي اورسانه يي برخه کې.

 ددغي غونډي  برخه والو په پنځوډلو کې په اقتصادي ، ټولنيزو ، فرهنګي  اوسيمه ييزو برخو کې خپلې نظريې بيان کړي او له نړيوالې ټولنې څخه يې خپلې هيلې طرحه کړي .

په دې غونډه کې دافغانستان اوپاکستان  لپاره دجرمني ځانګړي استازي هم خبري وکړي  او ويي ويل  چې نړيواله  ټولنه هيڅکله  دې ته حاضره  نه ده  هغه تيروتنه تکرار کړي چې له افغانستان  څخه دوخت دشوروي پوځونو له وتلو وروسته ترسره کړه .

ده  وويل دجرمني  اونړيواله ټولنه هيڅکله  نه غواړي چې افغانستان هير کړي  .

په دې غونډه کې دجرمني  ددفاع پخواني وزير خبري وکړي او ويي ويل  :

(  دجرمني امنيت دهندوکش دغرونو په امنيت پوري اړه لري )

ده هم ددوديزي لويي جرګي سلامشورو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه  چې  دافغانستان خلکو وښودله  چمتو دي چې خپلي امنيتي او  دنورو برخو چاري اداره کړي  . ويل کيږي چې نن مازيګر دافغانستان او دجرمني دبهرنيو چارو وزيران هم په دې غونډه کې گډون کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته