سیاست

دجمهوري رياست لو مړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غر مي وروسته د خپل کار په دفتر کې د بغلان ولايت له يوشمير سپين ږيرو او مشرا نو سره و کتل

دجمهوري رياست لو مړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن له غر مي وروسته د خپل کار په دفتر کې د بغلان ولايت له يوشمير سپين ږيرو او مشرا نو سره و کتل اود هيواد د حالاتو او په دغه ولايت پورې د اړوندو مسئلو په باب يې خبرې و کړې

د جمهوري رياست مطبو عا تي دفتر د باختر ا طلاعاتي ا ژانس ته خبر ورکړ

د جمهوري رياست لو مړى مرستيال ددغې کتنې په بهير کې په هيواد او په بغلان ولايت کې د امنيتي حالت د ښه والې ياد ونه و کړه او وي ويل چې په دې لاره کې دقو مى مشرانو ،سپين ږيرو اود هغو ځوا نا نو رول ډيرمهم اوټا کوونکى دي چې په وګړنيو شورا ګانو کې تنظيم شوي دي

د جمهوري رياست لو مړى مرستيال څرګنده کړه چې خلک ددولتو نو اونظامونو جوړ ونکى دي اود افغا نستان اسلامي جمهوريت دولت په لوى خداى (ج) باندې په تکيې اود افغا نستان د خلکو په مرسته د هري ورځې په تيريدو سره په ستو نزو بريالى کيږي

دبغلان ولايت له مشرانو سره د جمهوري رياست دلو مړى مرستيال په ننني کتنه کې ددغه ولايت دريو تنو مشرانو خبرې و کړې او په دې ترڅ کې يې په دغه ولايت کې بيا حوړ ونې ته د نه پا ملر نې له ا مله شکايت و کړ

د وى په تيره بيا د هغه عمو مي واټ دپخولو د کار د بهيردځنډيدو له ا مله چې له پلخمري ښار څخه تيريږي او له دوو کلو نو را په ديخوا د کنډوالى په بڼه پا تې دى ياد ونه و کړه اود جمهور ي رياست له لو مړى مرستيال څخه يې وغو ښتل چې ډير ژر دى ددغې ستو نزې حل کولو ته پا ملرنه وشي

دجمهوري رياست لو مړى مرستيال د بغلان ولايت له خلکو سره ژمنه و کړه چې دوى دشکايت موضوع چې جدى ده اود هيواد دشمال د ولايتو نو د خلکو له ژوندا نه سره هم پيوند لري څيړل کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته