امنیت

دجوزجان سيمه ئيزو مسوولينو خلکو ته دخپلو کړنو خبرورکړ .

-کابل باختر د وري  اتمه :
په جوزجان  ولايت کې حکومتي مسوولانو پرون په يوه غونډه کې خلکو ته دخپلو يوکلن کړه وړه خبرورکړ .
دجوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي  باختراژانس ته وويل چې په تيرکال کې دبيلابيلو سترو او کوچنيو پروژوپه برخو کې  دپرمختيايي بودجې  څه دپاسه  شپږ سوه  اووه ديرش  مليونه افغانۍ  لګيدلې دي او په سلوکې  اته نوي  پرمختيايي اختصاص  شوې بودجه لګيدلې ده .
عزيزي   خلکو ته دحکومت  دخبرورکولو دپروګرام دترسره کولو موخه دښې حکومتوالۍ  ، انډوليز پرمختيا او اوسيدونکو ته د ځواب ورکولو ددود پياوړتيا اعلام کړ او خلکو ته ددغه بهير ددوام ډاډ ورکړ .
په دې غونډه کې په حکومتي مسوولينو سربيره  دولايتي شورا، دمدني ټولنې غړو ، عالمانو او متنفذينو، ځوانانواو درسنيو فعالانو هم ګډون درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته