امنیت

دحزب اسلامي مرستيال په بغلان کې ووژل شو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠  :
په  بغلان ولايت کې  دحزب اسلامي مرستيال  له يو تن قوماندان سره  تيره شپه دمرکزي بغلان  د ولسوالۍ په  مربوطاتو کې  ديو کمين په ترڅ کې ووژل شو.
دمرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابرى  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  په بغلان ولايت کې دحزب اسلامي مرستيال انجينر زلمى د قوماندان محب الله په نامه   له خپل يوه  قوماندان سره   دمرکزي بغلان ولسوالۍ په غلام باى کلي کې له د
سيمه ييزو پوليسو او دملي پوليسو  دځواکونو په يو کمين کې ووژل شو.
بابري  انجينر زلمي ديو وحشي  او جنايتکار شخص په توګه  وباله او دهغه وژل کيدل يې  په مرکزي بغلان کې  دښه امنيت په تامينولو او دګلبدين حکمتيار دحزب اسلامي دافرادو  دتحرکاتو دمخنيوي په لاره کې يو ښه او ارزښتناک ګام وباله.
ديو اړونده خبرځاى دخبرله مخې :  د دغو دوو تنو  مړي له  دوو کلاشينکوفونو سره دپوليسولاسته ورغلي دي.

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا