ټولنه

دحيواني کلينيکونو دملي يو والي کنفرانس جوړ شو .

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دحيواني کلينيکونو ديوې واحدې نمونې دفعاليتونو دوړاندې کولو دزياتې همغږي درامنځته کيدو په مقصد  ملي کنفرانس جوړ کړ .  دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې کنفرانس کې دکرنې وزارت متخصصينودهېواد دکرنې له اوو زونونو څخه ، دکوچيانو استازي دخصوصي برخو، ملادارو ميرمنو  ، دهېوادونو او مرسته کوونکو سازمانونو استازو دمالدارۍ او دوترنري خدمتونو همکارو ادارو دکرنې له وزارت سره  برخه اخستې وه .
دحيواني کلينيکونو دملي يووالي دهمغږۍ په کنفرانس کې دهېواد دمتخصصينو او دمالداري  برخې فعالانو موجودې ستونزې وپيژندلې  او ددغو ستوزو دحل کولو لپاره په ټول هېواد کې دحيواني کلينيکونو دخدمتونو په وړاندې  کولو سره ملي کنفرانس جوړ کړ .
   دحيواني کلينيکونو له خوا دخدمتونو وړاندې کول دمناسبو خوړو ترڅنک په وخت سره نسل ګيري او دمالدارۍ  د اغيزمنې مديريت، دمالدارۍ  په پرمختګ کې مهم او اساسي رول لري .
په اوس وخت کې په ملي کچه څه دپاسه ١٣٢٠ حيواني کلينيکونه  شتون لري چې په دوامداره توګه دهېواد مالدارانو  سره خدمت کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته