امنیت

دداعش دډلې په سلو کې ديرش غړي ښځې دي

کابل  باختر دکب دمياشتې  ٩  :
د ملګروملتو دسازمان له تروريزم سره د مبارزې  د کميټې اجرائيوي  رئيس
دشنبې په ورځ  ټينګار وکړ  چې  دداعش  په سلو کې څه دپاسه  ديرش غړي بهرني تروريستان ښځې دي . 
دنيوز نود خبري سايټ دخبرله مخې :  ژان پل لابرد دغه څرګندونې په نيويورک کې  ددغې کميټې په مقر کې په خپل  مطبوعاتي کنفرانس کې کړي دي.
لابرد  دخبريالانو په وړاندې څرګنده کړه  هغه څه چې  څيړونکي يې  حيران کړي دي  دا دي  چې ٥٥٠  تنو بهرنيو ښځو  په سوريه کې د داعش ترکنترول لاندې سيمو  ته  سفرکړى دى.
د ملګروملتو د سازمان له  تروريزم سره د مبارزې  د کميټې اجرائيوي رئيس زياته  کړه :  دهغو ښځو شمير چې دداغش  غړې دي په ځينو هېوادونو کې له ټولو غړوڅخه  له ٢٠ څخه     تر ٣٠ تنو پوري رسيږي چې له داعش  سره يوځاى شوي دي.
دغه نړيوال مسوول زياته کړه :   دهغو ماشومانو شمير  چې د انترنټ له لارې دداعش ډلې ته بيعت کوي دهرې ورځې په تيريدو سره مخ  په زياتوالي  دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته