فرهنګ

ميرمن اوتوفرانکي وستايل شو ه .

کابل باختر د  غبرګولي  لسمه

  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن  الماني تبعه  ډاکترې ميرمن اوتوفرانکي  کړه وړه چې د لرغونو اثارو په کيندلو کې يې له دغه وزارت سره همکاري کړې ده وستايل .

 دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله  جوړه شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق  خليلي  دميرمن  فرانکي کړه وړه وستايل  او په راتلونکي  کې يې  هم ددې دهمکاريو غوښتنه  وکړه .

 سيدمصدق خليلي  په دې غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستاين ليک دې ته ورکړ .

 دملي موزيم لوى رييس عمرا خان مسعودي  وويل ، ميرمن فرانکي  له  ٢٠٠٢  کال  راپديخوا داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکاري لري او داختيار الدين په کلا او دهغه په ارشيف کې  له يو کاري ټيم  سره داثارو په ترميمولو او پاکولو لاس پورې کړى او ددې تر څنګ چې يو لابراتوار يې جوړ کړ دکارکوونکو دروزنې او ظرفيت په لوړولو  کې يې هم همکاري وکړه.

 داختيار الدين  قلعه او دهغې ارشيف  تيرکال داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير له خوا پرانستل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته