سیاست

ددسمبر دريمه نيټه دمعلولينو دنړيوالې ورځې په مناسبت د ملي شورا دمشرانو جرګې پيغام

دملي شورا دمشرانو جرګې  ددسمبر  دمياشتې  دريمه نيټه  دمعلولينو دنړيوالې ورځې په توګه دهيواد له معلولينو او معيوبينو سره دخواخوږي او پيوستون  په څرګندولو سره نمانځي .

 دمشرانو جرګې،  معلولين  زموږدهيواد پالو او ديندارو خلکو هغه اتلان اوسرښندونکي بولى چې ددين ،  هيواد ددفاع او دملي نواميسو دساتلو په لاره کې  يې قرباني ورکړي دي او زموږ په ملت کې نن دهغوى شتون دافغانستان دمسلمانو او هيوادپالوخلکو دميړانې اوسرښندنې څرګندوى دى .

   مشرانو جرګه باور لري چې زموږ ديندار خلک دمحمدي غرا شريعت  دلارښوونو او دلوړو فرهنګي ارزښتونو په رڼاکې دهيواد دغه وياړلي قشر ته دميني اومحبت غيږ نيولى  او دهغوى دمادي او معنوي اړتياو په ترسره کولو کې له هيڅ ډول هلوځلو څخه ډډه نه کوي .  مشرانو جرګه  ددسمبر دمياشتې ددريمې نيټې  دمعلولينو دنړيوالې  ورځې دنمانځلو په مناسبت يوځل بيا دهيواد له معلولينو او معيوبينو سره خپله خواخوږي او پيوستون څرګندوي او ټينګارکوي چې دحکومت اړوند ارګانونه بايد دکار موندلو دروغتيايي خدمتونو دبرابرولو او په خپلو پښو دهغوى دريدو ته دزميني  دبرابرولو په لاره کې  دمعلولينو دژوندانه دستونزو لري کولو ته کلکه پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته