سیاست

ددوديزې لويې جرګې دمشرتابه هيئت تعارفي غونډه جوړه شوه .

 ددوديزې  لويې جرګې  دمشرتابه هيئت تعارفي غونډه نن جوړه شوه .

  دباختر اطلاعاتي اژانس ته دچارو دادارې اود وزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست دمعلوماتو له مخې .  دغه غونډه ددوديزې لويې جرګې دمرستيال پوهاند نعمت الله شهراني په مشرۍ او دڅلويښت ګونو کميټو درييسانو او منشيانو ، ددوديزې لويې جرګې دمرستيالانو ، ددوديزې لويې جرګې ددارالانشا درييس او مرستيالانو ، دجمهوري رياست دملي امنيت شورا درييس  ډاکتر رنګين  دادفرسپنتا  او دبهرنيو چارووزارت دسياسي  معين جاويد لودين په ګډون جوړه شوه .

  لومړي ددوديزې  لويې جرګې  ددارالانشا رييس صادق مدبر  ددوديزې لويې جرګې دکاري کميټو درييسانو او منشيانو د ټاکل کيدو له امله مبارکي وويله  او په غونډه کې يې دهغوى شتون ته ښه راغلاست  وويل .

 وروسته ددوديزې لويې جرګې مرستيال پوهاند نعمت الله شهراني ددوديزې  لويې جرګې دکاري کميټو  رييسانو اومنشيانو ته دمبارکي  دويلو په ترڅ کې دکاري کميټو دغونډو او دهغو دمشخصي اجندا په باب هراړخيزې  خبرې وکړې او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه يې دهغوى دلازياتو برياليتوبونو هيله  وکړه .

 دغونډې په دوام ددوديزې لويې جرګې مرستيال محمد عارف نورزي  هم خبرې وکړې او دجرګې برياليتوب  يې دکاري کميټو دمنتخبو رييسانو او  منشيانو  په کار پورې اړوند وباله او دهغوى د برياليتوب هيله يې وکړه .

 وروسته دملي امنيت شورا رييس او دامريکا له متحده ايالاتو سره دستراتيژيک تړون په  باب  دافغاني لورې دمرکچي هيئت  رييس ډاکتر رنګين  دادفر سپنتا دهغې دسياسي ، ټولنيزو او  اقتصادي اړخونو په باب  خبرې وکړې او دهيئت دکړو وړو مفصل معلومات يې غونډې ته وړاندي کړل او دکاري کميټو  د رييسانو او منشيانو پوښتنو ته يې ځواب وويل، غونډه دافغانستان دخلکو د خير او فلاح اوپه برياليتوب سره  ددوديزې لويې  جرګې دجوړولو په دعا سره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته