ټولنه

دروزګان له سلګونو اړوکورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د زمري شپږمه :
دروزګان ولايت  له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي  اولګښتي توکو مرسته وشوه .
دغه  مرستې د مرستندويو بنسټونوله خوا  د اړو کورنيو لپاره برابر شوي دي .
دروزګان ولايت يو سيمه ئيزخبريال باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې له درې سوه شلو کورنيو سره دخوراکي او لګښتي توکو مرسته شوې ده .
زياتره دغه کورنۍ  جګړه ځپلې او له پاکستان څخه  راستانه شوي دي .
  دروزګان ولايت  سيمه ئيز مقامات وايي  هلې ځلې کوي چې دمرستندويو بنسټونو په همکارۍ اړو کسانو ته دزياتې مرستې لپاره  زمينه برابره کړي .
  پاي_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته