سیاستخبرونهټولنه

درېیم هیواد ته د افغان اتباعو د سفر لپاره پاکستان د ترانزیتي ویزې نوې تګلاره اعلام کړه

 کابل، دغبرګولي٢٣مه، باختر

د پاکستان حکومت د هغو افغان اتباعو د سفر د آسانتیا په موخه چې په درېیم هېواد کې د سفر او استوګنې نيت لري، دغو کسانو ته د ترانزیتي ویزو د ورکولو نوې تګلاره اعلام کړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د يو حکم له مخې پاکستان ته د افغان اتباعو د لېږد او درېیم هېواد ته د هغوی د تګ د آسانتیا د درېیم پړاو د پیل اعلام کړی، چې موده یې دوې میاشتې ټاکلې ده.

د نوې کړنلارې له مخې؛ د پاکستان له خوا د ترانزیتي ویزو ورکول د هغو افغان اتباعو لپاره آسانه شوي، چې په درېیم هېواد کې د اوسېدو لپاره د اړتیا وړ اسنادو ترلاسه کولو ته اړتیا لري، چې په ترڅ کې یې غوښتونکي کولای شي په لنډ مهاله توګه د ترانزیټي ویزې په ترلاسه کولو سره په پاکستان کې د اوسېدو قانوني چارې بشپړې کړي او درېیم هېواد ته د سفر لپاره د سفر اسناد طی مراحل او چمتو کړي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د یکشنبې په ورځ په یوه پیغام کې وویل: د ترانزیتي  ویزو د ورکولو لپاره د اسلام اباد د حکومت نوې پالیسي له افغان کډوالو سره د مرستو د دوام لپاره زموږ د هڅو یوه برخه ده.

نوموړي زیاته کړه: “د ټرانزیټ ویزې ورکول به له دوی سره مرسته وکړي چې د راتلونکي سفر (درېیم هیواد ) لپاره اړین اسناد بشپړ کړي.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو اوونیو کې یو شمېر افغان کډوالو او د هغوی کورنیو په اسلام آباد کې د خبریالانو د کور مخې ته په تحصن لاس پورې کړى او له ملګرو ملتونو او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتي، چې له دوی سره بل هېواد ته د تګ په برخه کې مرسته وکړي او یا د پاکستان تابعیت په ترلاسه کولو سره د دغه هېواد ښاري حقوق ترلاسه کړي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ په سلګونو افغان مظاهره کوونکو د پاکستان دیپلوماتیکو سيمو کې په لاریون لاس پورې کړ؛ خو پولیسو د لاریون د دوام مخه ونیوله .

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته