کابل باختر د مرغومي دولسمه
د قندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د دريوتنو وسله والو طالبانو د وژلکيدل او د شپږو تنو نورو طالبانو د نيول کيدو خبر ورکړ .
دقندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر نن باخترآژانس ته وويل: په قندهار ولايت کې د پوليسو دبېلابېلو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور طالبان ونيول شول.
د ده دڅرګندونو له مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.