ټولنه

په فراه کې يو جامع جومات ديو قطري سوداګر په مرسته جوړيږي.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٤
دقطر يو سوداګر دفراه ولايت په مرکزکې يو جامع جومات جوړوي ددغه جومات دجوړولو کار نن دفراه دوالي محمد عمر شيرزاد او د قطر دسوداګر شيخ علي له خوا پيل شو.
دفراه ولايت دحج او اوقافو رييس دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه جومات دڅه دپاسه زر مربع متره ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول په يو کال کې جوړيږي، ده وويل پخوانۍ جومات له اومو موادو په کارولو سره په يو پوړ کې جوړ شوى و.
د ده دڅرګندونو له مخې ددغه جومات په جوړولو کې څه دپاسه اته مليونه ډالره لکيږي چې د قطر ديو سوداګر له خوا ورکول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: دغه جومات به په يو وخت کې د دريو زرو تنو لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته