امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

 په لښکرګاه  ښار کې  پرون دپوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ دنښتې له امله درې تنه طالبان ووژل شول او يو تن بل يې  له يو کلاشينکوف سره ونيول  شو .

 دهلمند ولايت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ  دپوليسو  منسوبينو په نادعلي ولسوالۍ کې دکرل شويو کوکنارو داړولو  په مقصد عمليات ترسره کړي و چې د طالبانو له کمين سره مخامخ شول او په متقابل بريد کې درې تنه طالبان ووژل شول او يو تن يې له يوکلاشينکوف سره ونيول شو .

 په خبر کې ويل شوى دى ددغو عملياتو په بهير کې   يوه پيکا ماشينګڼه  ،  يو ټراکتور، اولس موټر سايکلونه  هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي او په دې سيمه کې دوه ويشت تنه هغه بزګران هم نيول شوي دي چې په خپلو ځمکو کې يې  کوکنار کرلي  وو .

 په يوبل خبر  کې ويل شوى دى دايساف دځواکونو په هوايي بريد کې دطالبانو يوقوماندان   او ماين ايښودونکي په هملند ولايت کې وژل شوى دى .

  دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته  وويل په دغوکسانو  په لښکرګاه  ښار پورې  اړوند د خشک ابي په سيمه کې  بريد وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته