امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل  باختردزمري دمياشتې٧نيټه :   
درې تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي د باخترآژانس  خبريال  ته وويل چې دغه وسله وال طالبان له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ددغه ولايت د شرين تګاب ولسوالۍ په اسلام قلعه ساحه کې ووژل شول.
ده  زياته کړه چې په دې نښته کې دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د دښمن  يو توغندى ويشتوونکى ترلاسه شو.
ديوبل خبرله مخې:
د ٢٠٩شاهين قول اردو د لومړۍ لوا پلي د ماين پاکولو ټيم د دښمن يو ښخ کړاى شوى ماين د فارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ په بازارکې کشف او شنډ کړ.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته