سیاست

د اروپا د سولې انستيتوت د سولې په بهير کې همکاري کوي

-کابل/ د وږي ۱٩مه / باختر
د اروپا د سولې انستيتوت جګپوړي سلاکار نن د سولې په چارو کې د دولت له وزير سره په کتنه کې د سولې په بهير کې د زياتو تخنيکي همکاريو ژمنه وکړه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د سولې په چارو کې د دولت وزير سېد سعادت نادري د اروپا د سولې انستيتوت له جګپوړي سلاکار پاتريک دوريس سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې په بهير کې د اروپا د سولې انستيتوت د تخنيکي همکاريو په اړه خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزير د دغه انستيتوت همکاري ګټوره وبلله او د دغو همکاريو د دوام په خاطر د هغوى د لېوالتیا قدرداني وکړه.
په پاى کې موافقه وشوه چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د دغه انستيتوت پر زياتو تخنيکي همکاريو کار کېږي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته