امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

فراه باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فراه ولايت کې ووژل شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر د باختر آژانس ته خبريال ته وويل چې دغه درې تنه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د دغه ولايت  د پشت رود ولسوالۍ په تپه شيران کلي کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
ده څرګنده کړه چې په دغو بريدونوکې يو زيات شمېر وسله والوطالبانو برخه لرله  او د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د دښنمن د بريدونو په شنډولو لاس پورې کړ چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او څلورتنه نور يې ټپيان شول .
ده څرګنده کړه چې په  وژل شويوکسانوکې د ملا ظاهر په نامه د وسله والو طالبانو د ډلې يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته