امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په پکتيکا کې ووژل شول

 کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٢مه
درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه په پکتيکا ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندرقول اردو وياند فضل خدا ابراهيم خېل باختر آژانس ته وويل چې دغه  وسله وال طالبان د پکتيکا ولايت د ګيان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
ده  زياته  کړه چې په دې جګړه کې دوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او يو بل وسله وال طالب ونيول شو.
دغه راز د وسله والو طالبانو دوه موټر سايکلونه، يوه مخابره او دوه کلاشينکوفونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته