سیاست

دلوى څارنوالۍ عالي شورا غونډه وکړه .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٥
دلوى څارنوالۍ عالي شورا دافغانستان دلوى څارنوال محمد فريد حميدي په مشرۍ غونډه وکړه .
لوى څارنوالۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. په دې غونډه کې دلوى څارنوالۍ د تشکيلاتو او په مرکز او ولايتونو کې دبشري ځواک دکمښت دستونزې په باب خبرې وشوې .
عالي شورا يوه کميټه موظفه کړه چې په موضوع دچارو له ادارې او د ادارى اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کميسيون سره خبرې وکړي او نتيجه يې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي .
په همدې حال کې دلوى څارنوالۍ دعالي شورا په کورنۍ طرزالعمل هم چې مخکې برابر شوى و خبرې وشوې موظفو څانګوته دنده وسپارله شوه چې دعالي شورا په راتلوونکې غونډه کې د طرز العمل وروستى نسخه وړاندې کړي .
دننګرهار ولايت دڅارنوالانو دکړو وړو او د مسلکي او قانوني سرغړونو څيړل ددغې غونډې دخبرو يوه مهمه موضوع وه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته