امنیت

درې تنه وسله وال مخالفان په سمنګانو کې ووژل شول.

ايبک   باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
درې تنه وسله وال مخالفان پرون مازيګر په سمنګانو کې ووژل شول.
د سمنګانو ولايت  د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمنير رحيمي باخترآژانس ته وويل  دغه وسله وال  مخالفان هغه وخت ووژل شول  چې  د ايبکو ښار د منقوفن  په کلي کې  يې د سيمه ييزو پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ .
په دې بريد کې  يو بل وسله وال مخالف  ټپي شو  او نور وسله وال مخالفان  دکومکي ځواکونوپه رسيدوسره  له سيمې  څخه وتښتيدل.
رحيمي وويل چې په دې پيښه کې يوپوليس هم شهيد شوى دى. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته