امنیت

درې تنه په ننګرهارکې د جنايي جرمونو په اړوند ونیول شول

کابل / د مرغومي / ۲۹ / باختر
د ننګرهارامنیتي منسوبینو پرون درې تنه په دغه ولایت کې د جنايي جرمونوپه اړوند ونیول.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ننګرهارد امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې دغه کسان د دغه ولایت په مربوطاتوکې د غلا او نورو جنايي جرمونوپه اړوند ونیول شول.
د خبرځای د څرګندونو له مخې، له نیول شویوکسانوڅخه دوه تومانچې ، یو دوربین او دوه سوه زره پاکستاني کلدارې ترلاسه شوي دي.
ویل کېږي چې نیول شوي کسان په لومړنیوتحقیقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړې دي.
ع ‏

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته